روغتیا

په فراه ښار کې دنهه نيمو مليونو افغانيو په لګښت يو روغتيايي مرکز جوړيږي .

کابل  باختر د زمري  نهمه :
دفراه په مرکز کې  نن ديوه روغتيايي مرکز دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .
دفراه ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالجبار  شايق  دباختراژانس سيمه ئيز  خبريال  ته وويل چې ددغه کلينيک   ودانۍ په معياري توګه ددولت له بودجې  څخه دنهه نيمو مليونو افغانيو په لګښت په څلورومياشتو کې جوړيږي .
ده وويل چې ددغه روغتيايي مرکزودانۍ دفراه ولايت داوسيدونکو ستره اړتيا ده اوهڅه کيږي چې په دغه مرکز کې پرمختللي تجهيزات برابر شي  تر څو دفراه ولايت دښاريانو  روغتيايي خدماتي اړتياوې تامينې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته