خبرونهامنیت

په زابل کې د زرګونو مرمیو د قاچاق مخه ونیول شوه

 کابل، د مرغومي ۳مه، باختر

د زابل امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې یو تن د ۶۰۰۰ مرمیو د قاچاق په تور نیولی دی.

د یاد ولایت امنيې قومندان مولوي نجم الهدا محمود د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په شملزو ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو، یو تن چې غوښتل یې  ۶۰۰۰  ډول ډول مرمۍ قاچاق کړي، نیولی دی.

د یادونې وړ ده چې د نیول شوي کس دوسیه له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته