امنیت

په پوځي عملياتوکې د لسو تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

کابل باختر د کب  لسمه :
په روزګان ولايت کې پرون د پوځي عملياتو په بهيرکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل: لس تنه وسله وال طالبان د روزګان ولايت د خاص روزګان او د دهراوود په ولسواليوکې د افغان امنيتي ځواکونو د ګډو محاربوي عملياتو په بهيرکې ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول . دغه راز د امنيتي ځواکونوله خوا د وسايطو ضد درې ماينونه کشف او شنډ کړى شول .
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: په دغو ولسواليوکې عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه د سيمو تر بشپړ پاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته