ټولنه

دشهيدانو له کورنيو سره مرسته وشوه.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٣
په  هلمند ولايت کې نن دنهو تنو شهيدانو او  د يوه  ټپي  له   کورنيو سره نغدي
مرسته وشوه .
په  هغو مراسمو کې چې دنغدي مرستو د ويش له امله دهلمند ولايت په  مقر کې پرځاى شوي و دهلمند والي محمد نعيم دهر شهيد کورنۍ ته سل زره افغانۍ او
هر ټپي ته پنځوس زره  افغانۍ  ورکړې .
دغه  مرسته دجمهور رييس له حکم سره سمه  شوې   ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته