امنیت

طالبان کولاى شي له وسلې پرته د پکتيا ښار او ولسواليو ته ننوځي

ګرديز باختر دغبرګولي دمياشتې٣١ نيټه : دپکتيا ولايت د امنيت آمر وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وويل چې دوى کولاى شي له وسلې پرته د دغه ولايت ښار او ولسواليو ته لاړ شي. د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال دادالله له باختر آژانس سره مرکه کې وويل: وسله وال طالبان کولاى شي د دولت له خوا اعلام شوي لس ورځني اوربند څخه په استفادې سره د دغه ولايت ښار او ولسواليو ته لاړ شي . دپکتيا ولايت د امنيت آمر د دغه ولايت له خلکو څخه وغوښتل چې له وسله والو طالبانو سره په سوله ييز ډول د اوربند د غځولو په باب خبرې وکړي. ده زياته کړه چې ټول امنيتي ځواکونه د اوربند په موده کې په دفاعي حالت کې دي . دغه راز دپکتيا ولايت اوسيدونکو د اختر په ورځو کې د امنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ د رامنځته شوي اوربند ملاتړ وکړ او د وسله والو طالبانو له خوا يې هم د اوربند غوښتنه وکړه . پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته