امنیت

دطالبانو نومول شوى قاضي ووژل شو .

کابل باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
دطالبانو نومول شوى قاضي په غزني ولايت کې ووژل شو .
دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دغزني ولايت دآب بندولسوالۍ لپاره نومول شوى  قاضي تيره شپه له يوشمير  افرادو سره يې ووژل شو .
په غزني ولايت  کې يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل : دغزني ولايت دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دآب بند ولسوالۍ لپاره نومول شوى قاضي  ملا عبدالشکور له دريو تنو افرادو سره يې دملي پوليسو دځواکونو په يوه کمين کې ووژل شو .
دطالبانو دغه قاضي دغزني ولايت په مربوطاتو کې دتروريستي  بريدونو او په تيره بيا دصحرايي محکمو په طرحه او سازمان  ورکولو کې فعاله ونډه لرله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته