فرهنګ

پوهنياره مصطفوي : دهېواد شپږ تنه ځوان شاعران او ليکوال وستايل شول

کابل باختر د ثور څلورمه :
دهېواد شپږ و تنو ځوانو او مطرحو شاعرانو اوليکوالو ته دکلکې  زرين اکاډمۍله لوري  جايزې ورکړى شوې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دکلکې زرين اکاډمي پرون دکتاب دنړيوالې ورځې په مناسبت  دکلکې زرين دجايزې دورکړې لپاره داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمعينانو ، يوشمير ليکوالو ، شاعرانو او فرهنګي شخصيتونو په شتون يوه غونډه  جوړه کړه او دهېواد شپږو تنو ځوانو او مطرحو شاعرانو او ليکوالو ته يې  جايزې ورکړې .
ميرمن نرګس حسن زي ، پيغله  ګيتا سعيد، اجمل پسرلى ، دستګير فرعود ، سميع الدين ارمان او هلال فرشيدورد هغه ځوان شاعران و چې په نقداو شعر کې يې دکلکې زرين جايزې ترلاسه کړي دي . او تاجکي شاعر اذر سليم ته  دکلکې زرين دستاينې يوه لوحه  ورکړى شوه .
په دې غونډه کې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي ، اداري او ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  دکلکې زرين  اکاډمۍ په ستاينې سره وويل  ، کلونه کلونه کېږي  چې دکلکې زرين انجمن ،  کلکې زرين ستايي او سرښندنه کوي اوموږ ته دزړه قوت راکوي .
مصطفوي څرګنده کړه  له بده مرغه زموږ په هېواد کې له څو لسيزو راپديخوا دجګړې ، تاوتريخوالي ، درد  او کړاو تصوير  نندارې ته  وړاندې شوى دى .  خوشحاله يم  چې نن  دڅو پروګرامونو شاهده يم  چې خلکو ته ادبي زيرى  په سوغات راوړي .
ددې دڅرګندونوله مخې ، دکلکې زرين  ننني  پروګرام دجايزې ګټوونکي  اعلام کړل او دادب او فرهنګ ښکلي تصوير خلکو ته دنندارې لپاره  وړاندې کوي .
ميرمن مصطفوي زياته کړه  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دشاعرانو ، ليکوالو او هنرمندانو دملاتړې په توګه هڅه کوي چې زيات ادبي او فرهنګي پروګرامونه جوړ کړي .
دکلکې زرين  داکاډمۍ  بنسټ ايښودونکي نجيب الله منلي  په دې غونډه کې خبرې وکړې او ويې ويل  چې دغه جايزه يواځې  هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په شعر او نقد کې ټول معيارونه په پام کې ونيسي .
ده وويل دکلکې زرين دجايزې  په اتم پړاو کې دهېوادشپږ تنه  ځوان شاعران په دې بريالي شوي دي  چې په منل شويو معيارونو سره دغې جايزې ته  لاسرسۍ پيداکړي .
  منلي زياته کړه  چې تراوسه پورې دهېواد ٣٦ تنو شاعرانو اوليکوالو  دکلکې زرين جايزې ترلاسه کړي دي  او دخوشحالي ځاى دى دکلکې زرين جايزه په نړيواله ټولنه کې دکتاب له ورځې سره جوخت ورکول کېږي .
  دکلکې زرين اکاډمي اتم کال دى  چې غوره شاعرانو او ليکوالو ته دهغوى داثارو له ارزونې وروسته  جايزې  ورکوي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته