کابل باختردغويي دمياشتې ٩ مه :
په بغلان ولايت کې يوه ځوان ځان وواژه .
ده پرون د ځان په زندي کولو سره خپل ژوند پاى ته ورساوه.
د را رسيدلو خبرونوله مخې:
د بلخ پوهنتون د طب پوهنځي د دويم کال محصل غلام سعيد له پوهنتون څخه له حذف کيدو وروسته د خلکو د پيغورونو په وړاندې مقاومت له لاسه ورکړ اوپه پاى کې يې خپل ژوند پاى ته ورساوه.
د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار د دويمې امنيتي حوزې آمر محمدفضل انوري باختر آژانس ته وويل چې امنيتي مامورينو پرون د دغه ځوان په ونه کې ځړول شوى مړى ترلاسه کړ.
دى وايي چې غلام سعيد له پوهنتون څخه له حذف کيدو وروسته د خلکو د پيغورونو په وړاندې مقاومت له لاسه ورکړ او په پاى کې دا کار د دې سبب شو چې خپل ژوند پاى ته ورسوي.
0 1 دقیقه لوستل