کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
دفارياب ولايت دشيرين تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن په واټ کې دښخ کړي شوي ماين دچاودنې له امله د دولت آباد ولسوالۍ امنيه قوماندان له دريو تنو نورو پوليسانو سره سخت ټپي شو.
د دولت آباد ولسوال سيد عبدالسلام نزهت باختر آژانس ته وويل دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د دولت آباد ولسوالۍ امنيه قوماندان نعمت الله په ګزمې بوخت و چې د دوى سپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او د چاودنې له امله امنيه قوماندان له دريو تنو نورو پوليسانو سره سخت ټپي شو او دهغوى رنجر موټر او يو ټانک هم ويجاړ شوى دى .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې ټپيان دامنيتي ځواکونو په همکارۍ دميمنې ښار داتاترک روغتون ته ليږدول شوي او دهغوى روغتياي حالت خراب بلل شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل