فرهنګ

دپوليسو د راډيو لومړى کاليزه ونمانځل شوه .

کابل باختر دسلواغۍ شپږمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو وزير  نور الحق علومي دپوليسو راډيو دفعاليت دلومړۍ کاليزې دنمانځنې  په مراسمو کې وويل چې له خلکو سره  دپوليسو داړيکو  ښه والى دکورنيو چارو وزارت ته ځانګړي ارزښت لري او دپوليسو راډيو په دې لاره کې ستر رول لوبولى دى .
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ: په دغو مراسمو کې دکورنيو چارو وزير دپوليسو  راډيو  يو کلنو برياليتوبونو ته په اشارې سره  وويل چې په دې موده کې دډول ډول راډيويي  پروګرامونو دعملي کولو له لارې له خلکو سره دپوليسو داړيکو د ښه والي په لاره کې ګټور کارونه شوي دي او خلک په دې بريالي شوي دي .په مستقيم ډول دپوليسو په ځواکونو خپل انتقادونه نظريې  او وړانديزونه په ژوندي ډول دکورنيو چارو وزارت له مسوولينو سره شريک کړي او هم يې دملي پوليسو دپروګرامونو کړنو اوبرياليتوبونو په باب معلومات ترلاسه کړى دى چې دکورنيو چارو وزارت لپاره يوه نوې او ارزښتناکه تجربه ده .
  دکورنيو چارو  وزير  دهېواد دامنيت  دتامينولو او له ډار اچونې سره دمبارزې په کار کې دامنيتي ځواکونو سرښندنو ته  په اشارې سره وويل چې لاتراوسه پورې هم د ډار اچوونکو ډلو بهرنيو  ملاتړو له دغو ډلو سره له هراړخيز ملاتړ څخه لاس نه دى اخيستى او له وسله والې جګړې  سره جوخت يې دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت او په تيره بيا دهېواد دامنيتي ځواکونو پرخلاف پراخ عمليات پيل کړي دي چې داکار  ددې غوښتنه کوي چې امنيتي  ځواکونه هم له خلکو سره  په مستقيمه اړيکه کې ددښمن تبليغات شنډ کړي  او  له تروريزم سره دمبارزې په کار کې يې دامنيتي ځواکونو دميړانۍ  او زړورتيا يادونه وکړه .
دغه راز  په دغو مراسمو کې  دملي شورا دمشرانو جرګې  لومړي نايب محمد علم ايزديار  په تير يو کال کې دپوليسو راډيو دکړنو په باب خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې دمشرانوجرګه به دپوليسو له راډيو سره دملاتړ په ترڅ کې ددغې رسنۍ دفعاليتونو دپراختيا د زمينې په برابرولو کې همکاري وکړي .
داصلاحاتو اوښې حکومتوالۍ په چارو کې  دجمهور رييس فوق العاده استازي  احمد ضيا مسعود په دغو مراسمو کې دهېواد دامنيتي حالاتو او دسولې دخبرو  دپرمخبيولو  دڅرنګوالي په باب خبرې وکړې او له تروريزم او ډار اچونې سره دمبارزې په کار کې دامنيتي ځواکونو پياوړتيا ته په اشارې سره څرګنده  کړه چې  دسولې  دخبرو له پرمخبيولو سره جوخت په ډار اچوونکو ډلو پوځي فشار ته دوام  ورکوي .
په دغو مراسمو کې دغه راز په نى موسسه کې درسنيو  مدافع مسوول صديق الله توحيدي او درسانه يي بنسټونو يوشمير نورو مسوولينو په هېواد کې درسانه يي کار دلارې پرسر دپرتو خنډونو او  برياليتوبونو په باب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه دپوليسو راډيو ديوکال په بهير کې  چې دهېواد درسنيو په کورنۍ  کې شامله شوې ده دخلکو او پوليسو ترمنځ دمستقيمو اړيکو دټينګښت لپاره ښې زمينې برابرې کړې دي .
دمراسمو په پاى کې دکورنيو چار وزير دپوليسو  راډيو کارکوونکو ته دستاينې دلوحې او دستاين ليکونو په ورکولو  سره داړوندو چارو په ترسره کولو کې دهغوى دښو کړنو له امله مننه او قدرداني وکړه او هيله يې وکړه چې دپوليسو دراډيو فعاليتونه  لازياته پراختيا ومومي .
  دپوليسو راډيو د ١٣٩٣ کال دسلواغې دمياشتې  په پنځمه نيټه دکورنيو چارو وزارت په مقر کې په فعاليت پيل وکړ او  په دې موده کې يې د ډول ډول پروګرامونو په خپرولو سره  له خلکو سره داغيزمنو اړيکو دتامينولو او دپوليسو او خلکو ترمنځ دارتباطي  پله دجوړولو په برخه کې ګټور ګامونه اخيستې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته