ټولنه

ديمن حوثي شيعه ګانو دجمهور رييس په استوګنځى ډزې وکړې .

صنعا  باختر د سلواغې  لومړى :
  ديمن دشيعه حوثي مليشو ددغه هيواد په پايتخت صنعا کې دجمهوري رياست ودانۍ نيولې ده او له دې سره جوخت يې  دښار په بله ساحه کې دجمهور رييس په استوګنځى  ډزې کړې دي او په دې ترتيب هغه لنډ مهال اوربند چې يوه ورځ مخکې پرې  موافقه شوې وه مات شوى دى .
  ديمن يوه حکومتي مقام ويلي دي چې جمهور رييس عبدالرب منصور هادي د ډزو په وخت کې په خپل استوګنځى کې و خو زيان ورته نه دى اوښتى .
دغه ر از ياغيانو پرون دجمهوري رياست  ودانۍ چې دښار په بل لوري کې ده، نيولې ده . 
ددوشنبې او سه شنبې  په ورځو داردو او مليشو ترمنځ دنښتې له امله څو تنه وژل شوي دي .
دملګروملتو دسازمان دامنيت  شورا ديمن دجمهوري رياست په ماڼۍ  پرونى بريد وغانده  او له ياغيانو څخه يې وغوښتل چې دهيواد دمشروعو مشرانو درناوى وکړي خو دياغيانو مشر عبدالملک  حوثي  په ټلويزيوني وينا کې ديمن په مشرانو دفساد تور ولګاوه او ويې ويل چې هيوادپه برخليک  ټاکوونکى شيبه کې دى.
ده په حکومت تور ولګاوه چې القاعده يې هڅولې ده .
دشيعه حوثيانو اډه ديمن په شمال کې ده او ويل کيږي چې دايران له خوا يې ملاتړ کيږي .
دوى دتير دوبى په وروستيو کې دپايتخت صنعا دزياترو برخو کنترول ترلاسه کړ. حوثيان له ٢٠٠٤ ميلادي کال څخه په صعده ولايت کې دزياتې خپلواکي دترلاسه کولو په خاطر هلې ځلې کوي اوکله ناکله  په اړو دوړ لاس پورې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته