امنیت

طالبانو د يوه ټکسي موټر چلوونکى شهيد کړ

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٦
يوې ډلې وسله والو طالبانو د پروان ولايت په کوه صافي ولسوالۍ کې يو ملکي وګړى شهيد کړ.
د کوه صافي ولسوال سيف الله بيدار د دغه خبر په تاييدولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل چې يوې ډلې وسله والو طالبانو تېره شپه د کوه صافي ولسوالۍ په مومن خيلوکلي کې يو سړى چې حسن نوميده؛ له ځان سره بوته او د شپې له خوايې شهيد کړى دى.
د کوه صافي ولسوال وايي چې وسله وال طالبانو د دغه سړي د مړي د سپارلو په بدل کې پيسې غوښتي چې په کوه صافي کې ميشتو امنيتي ځواکونو په دې ساحه کې عمليات ترسره کړل چې له نښتې وروسته طالبان وتښتيدل او مړى د امنيتي ځواکونو لاسته ورغى.
ښاغلى بيدار وايي چې وژل شوى سړى عادي شخص او دټکسي موټرچلوونکى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته