فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه

کابل/باختر/ د زمري١٤مه
د خورشید ټلویزیون د کارکوونکو د سپرلۍ پر موټر د ترهګریز برید په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه
د سولې او بیان آزادۍ دښمنانو پرون د کابل ښار په ۱۵ مه ناحیه کې د ځای پر ځای کړي ماین په چولو سره د خورشید ټلویزیون د کارکوونکو د سپرلۍ موټر په نښه کړ. په دغه ترهګریز برید کې دوه تنه شهیدان شول او څلور نور ټپیان شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه برید په کلکه غندي او په ډاګه اعلاموي چې دا ډول ترهګریز بریدونه د خپلو ملي او معنوي ارزښتونو او همدارنګه د بیان آزادۍ او نورو مدني آزادیو د ساتنې او دفاع لپاره د افغانانو او په تېره بیا د رسنیو د زړه ورو او ژمنو کارکوونکو هوډ کمزوری کولای نه شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خورشید ټلویزیون له کارکوونکو، د هېواد له ټولو رسنیو او بیان آزادۍ سره خپل غوڅ  ملاتړ یو ځل بیا نوی کوي او د پېښې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.
پاى/ ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته