ورزش

د دولس کلنۍ دفوټبال ټيم دجنوبي کوريا ټيم ته ماتې ورکړه.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٣
دهيواد له دولس کلنۍ څخه ښکته دفوټبال ټيم په جنوبي کوريا کې د آسيا دتنکيو ځوانانو په جشنواره کې  پرون په هغو دوو لوبو کې چې  ترسره يې کړې  يوه لوبه يې وګټله او يوه يې بايلله .
دافغانستان دفوټبال فدراسيون مطبوعاتي مسوول مرتضى دانش باختر آژانس ته وويل:   په لومړۍ لوبه کې دافغانستان ټيم وکولاى شول پنځه ګولونه ترسره کړى او په دويمه  لوبه کې ديمنۍ ټيم د صفر په مقابل کې په  يوې  سره دافغانستان ټيم ته ماتې ورکړه.
دافغانستان ټيم د پنجشنبې په ورځ دجنوبي کوريا ټيم ته دصفر په مقابل کې په
دوو سره ماتې ورکړه او دافغانستان ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دپاکستان پرټيم  بريالى  شو.
دغه سيالۍ دآسيايي هيوادونو د دولس کلنې څخه ښکته ټيمونو ترمنځ دتلې دمياشتې په يوولسمه نيټه د پنجشنبې په ورځ دجنوبي کوريا په کوربه توب پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته