کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٧
د زابل ولايت امنيتي مامورين د يوې اندازې نشه يي توکو په کشفولو بريالي شوي دي.
ويل کيږي ددغو توکو دقاچاقو په اړونديې يو تن نيولى دى.
دغه توکي پرون کله چې نامعلوم ځاى ته د ليږدونې په حال کې و، په قلات ښارکې د امنيتي مامورينو لاس ته ورغلل.
د زابل ولايت امنيه قوماندان جنرال غلام سخي روغ ليوني باختر آژانس ته وويل چې دغه اپين نږدې دوه سوه لس کيلو ګرامه و.
دجنرال روغ ليوني دڅرګندونو له مخې: د دغو توکو په اړوند يو تن نيول شوى او له ده څخه پوښتنې او تحقيقات دوام لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ