ټولنه

د لغمان قومي مشرانو د غصب شویو ځمکو د راګرځولو غوښتنه وکړه

– کابل / د وږي ٤ مه / باختر
د لغمان د قرغیو ولسوالۍ قومي مشرانو د دغه ولایت له والي رحمت الله یار مل سره په کتنه کې د غصب شویو ځمکو د بېرته ګرځولو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د لغمان والي رحمت الله یارمل د قرغیو ولسوالۍ د احمدزیو له قوم قومي مشرانو څخه مننه وکړه چې تل خپلې سیمه ییزې ستونزې د حل په موخه له مسوولینو سره شریکوي.
هغه قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ټولو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو ته به یې مسوولین د قانون په چوکاټ کې رسيدګي وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته