ټولنه

دکابل دطبي پوهنتون داستادانو ټولنې په پکتيکا کې ځانمرګي بريد وغانده

کابل باختر د ليندي دريمه :
دکابل دطبي پوهنتون داستادانو ټولنې دپکتيکا ولايت ديحيى خيلو په ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد وغانده او دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس څخه يې  په هيواد کې ددغه شان بريدونو له عاملينو سره دجدي چلند غوښتنه وکړه .
ددغې ټولنې په  ليک کې چې نن باختراژانس ته رسيدلى دى ويل شوي دي په عام وګړو اوپه تيره بيا په ماشومانو او ځوانانو ځانمرګي بريد چې له هر راز تفريح څخه بې برخې  دي هغه هم دواليبال په ورزشي ډګر کې هيڅ راز توجيه نه لري .
په دې ليک کې دافغانستان له جمهور رييس څخه غوښتل شوي دي چې دخلکو دوژنې دعاملينو په وړاندې دې سخت چلند وشي او د ډار اچوونکو عملونو دجرړو دموندلو په خاطر کشفي مرکزونه پياوړي شي او عدلي او قضايي مرکزونه هم ډار اچوونکو  کسانو ته سخته سزا ورکړي او نور دهغوى په وړاندې له نرمښت څخه ډډه وشي
دکابل دطبي پوهنتون داستادانو دټولنې په ليک کې  دغه راز څرګنده شوې ده .
وروستي  بريدونه ددې ښکارندوى دى  دښمن په وينو او  خاورو کې دافغانانو دلت پت کولو په خاطر ملاتړلې ده او له شک پرته  په افغان ماشومانو ، مشرانو ، ښځو او نارينه و بريدونه کوي او بايد  په بشپړې  هوښيارۍ او ويښتيا سره ددښمن دپيژندونواو نيونو په لاره کې له امنيتي ځواکونوسره همکاري وکړي .
درارسيدلو خبرونوله مخې،  دهغه ځانمرګي بريد له امله چې ديکشنبې دورځې په مازيګر ديحيى خيلو په ولسوالۍ کې وشو اووه پنځوس تنه شهيدان او په لسګونوتنه نور ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته