اقتصاد

روزګان کې پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس لمریزې دستګاوې ووېشل شوې

-کابل د چنګاښ ۱۷ باختر
د روزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس لمریزې دستګاوې وېشل شوي دي.
د روزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر احمدشاه خیري وویل، چې د دې ولایت پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس د لمریزو دستګاو د وېش ټولیز لګښت ۱۰ میلیونه او ۳۲۰ زره افغانۍ ده، چې د هندوستان هېواد د «HICPD» موسسې په مالي همکارۍ پر مالدارو کورنیو وېشل شوي دي.
خیري وویل، چې په وېشل شویو توکو کې هر مالدار ته یو پایه ۱۰۰ واټه لمریزه ښیښه، یو ۷۰ امپیر بټری، د شېدو د پروسس ۲۰ لیټره ماشین او نور اړین توکي شامل دي.
د ارزګان د کرنې رییس زیاته کړه، چې تر دې وروسته به له یادو مرستو څخه برخمن شوي مالداران د خپل مالدارۍ محصولات په پاک او صفا ډول پروسس کوي او بازارته به یې په ښه کیفیت وړاندې کړي. هغه دغه راز وویل، چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د لبنیاتو ټولنې هم جوړې شوي دي، چې د لبنیاتو د پروسس او بازارموندنې په برخه کې ډېر اغېزناک تمام شوي دي.
په ورته وخت کې له دغو مرستو څخه برخمن شوي مالداران د کرنې وزارت له هلو ځلو او مرستو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې د مالدارۍ د پراختیا په پار به لا ډېرې هلې ځلې وکړي.
افغانستان له اقتصادي پلوه تر ډېره بريده په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم په دې وروستیو کې د مالدارۍ او د لبنیاتو د پراختیا په پار هلې ځلې کړندي کړي دي. د لبنیاتو پروسس او د مالدارو کورنیو اقتصادي ودې ته د کرنې وزارت پاملرنه تر پخوا زیاته شوې ده.
دغه وزارت د لبنیاتو د پراختیا د پروژو په لاره اچولو سره زرګونه کلیوالي کورنۍ د دغو پروژو تر چتر لاندې راوستي دي. د دغو پروژو اصلي موخه د شېدې د تولیداتو زیاتوالی د لبني موادو پروسس او دغو موادو ته د کوپراټیفونو او ټولنو له لارې مارکېټ پیداکول دي.
په کور دننه د لبني موادو د پراختیا په پار د کرنې وزارت له خوا ګڼې پروژې پلي شوي او په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې شوي دي. پاى- ن-ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته