امنیت

په بلخ کې څه ناڅه لس تنه شهيدان شول .

کابل باخترد ليندى  څليرويشتمه :
څه ناڅه  لس  تنه پرون په بلخ ولايت کې دجنازې  دلمانځه داداکولو په وخت کې  شهيدان شول .
دبلخ ولايت ددولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان لطيف  باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت ددولت اباد ولسوالۍ په شنګل کلي کې دوګړني پاڅون کوونکو  ديوه قوماندان ملا اختر دجنازې دلمانځه داداکولو په  وخت کې يوځانمرګي بريد کوونکى په ملکي وګړو بريد وکړ چې له امله يې دوګړني پاڅون کوونکو  قوماندان او دملا امام په ګډون څه ناڅه لس  تنه شهيدان او څو تنه نور ټپيان شول خو عيني شاهدان دسر دزيانونو شمير  له دې څخه زيات بللى دى .
    ويل کېږي چې يرغلګر  دپوليسو له خوا ووژل شو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته