امنیت

له يوې روزنيزې دورې څخه د ١٥٠ تنو پوليسان فراغت

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٩:
د سمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ  د شپږو تنو ميرمنو په  ګډون  دملي پوليسو  ١٥٠ تنه  سرتيري او منسوبين دليک لوست دزده کړې له يوې  دوه کلنۍ روزنيزې دورې وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ  دمطبوعاتو مسوول  عبدالمنير رحيمي باخترآژانس ته وويل : دغه فارغان چې په امنيه قوماندانۍ اوددغې قوماندانۍ  په اړوندو قطعاتو کې چې دښار په بيلابيلو سيمو کې دامنيت  په تامينولو بوخت دي  اوس ددريم ټولګي په کچه دليک لوست  دزده کړې له نعمت څخه برخمن شوي دي.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته