امنیت

په يوه بمي بريد کې دننګرهار ولايت له نشه يي توکوسره دمبارزې درييس ټپي کيدل .

کابل باختر د وږي  دريمه :
دننګرهار ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې رييس په يوه  بمي بريد کې ټپي شو .  په دې پيښه کې چې نن دغرمې په شاخوا کې رامنځته شوه ددغه سيمه ئيز مقام درې تنه ملګري هم ټپيان شوي دي .
په ښکاره بم  دننګرهار ولايت له نشه يي توکوسره  دمبارزې درييس ادريس  صافي دسپرلۍ په موټر کې ځاى پرحاى کړى شوى و او ديوولسو بجو په شاوخوا کې دجلال اباد ښار هوايي ډګر ته څيرمه دسراچه پله  په ساحه کې  له لرې واټن څخه وچول شو .
دننګرهار دوالي وياند احمد ضيا عبدالزي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې ددغه ختيځ  ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې رييس او درې تنه ملګري يې ټپيان شول .
تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى دغه راز ددغه سيمه ييز مقام دروغتيايي حالت  دڅرنګوالي په باب معلومات نه دى ترلاسه شوى .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته