کابل باختر دثور اوولسمه :
اووه تنه ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې د طالبانو د ډلې او د داعشيانو ترمنځ په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه په نازيانو ولسوالۍ کې د داعشيانواو طالبانو ترمنځ د واکمنۍ په سررامنځته شوې ده .
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل ؛ په دې جګړه کې اووه تنه داعشيان ووژل شول .
د رارسيدلو خبرونو له مخې؛ تراوسه پورې په سيمه کې حالات ښه شوي نه دي او ښايي د داعشيانو د ډلې ترمنځ نښتې دوام وکړي . پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ