روغتیا

د عامې روغتيا وزارت: په کابل کې په کرونا ويروس اخته دوه مشکوک کسان په کابل کې وپېژندل شول

کابل/ د کب ۱۲ مه/ باختر
د عامې روغتيا وزارت د دغه خبر په اعلام سره ويلي دي چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کابل کې په کرونا ويروس اخته دوه مشکوک کسان پېژندل شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار وايي چې د دغو دوه مشکوکو کسانو لابراتواري پايلې به له څېړنو وروسته اعلام شي.
تراوسه د کرونا ويروس ٥٠ مشکوک موارد په هرات، کابل، بغلان، غور، هلمند او لوګر کې ثبت شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت د کرونا د دغو مشکوکو مواردو له څېړنې وروسته يوازې د يو مورد نتيجه تائيده کړې ده.
هغه سړى چې په دې ويروس اخته شوى دى؛ د هرات اوسېدونکى دى او د ايران له قم ښار څخه چې په دغه هېواد کې د کرونا ويروس اصلي ځاى دى؛ هرات ته راستون شوى دى.
پاىج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته