ټولنه

دبغلان له سيلاو ځپلو سره دخوراکي موادو مرسته وشوه .

کابل باختر دچنګاښ  څوارلسمه :
دبغلان ولايت په ګذرګاه  نور ولسوالۍ کې دوروستيو سيلاونو په اووه سوه نهه اتيا مصيبت ځپلو کورنيو يوه اندازه خوراکي توکي او لګښتي مالونه وويشل شول.
دغه توکي  دبغلان ولايت دمقام له خوا دسري مياشتې ، يونيسف  دکډوالو په چارو کې دملګروملتو دعالي کميشنري ، دنړۍ دخوړو دپروګرام او د اي او ام موسسې په همکارۍ برابر او په مصيبت ځپلو وويشل شول .
دبغلان ولايت  مرستيال عبدالقديم نيازي دباختراژانس  خبريال ته ددغه ټکې دڅرګندولو په ترڅ کې وويل، په مرسته شويو توکو کې خوراکي توکي، لګښتي  مالونه  شامل  و چې په هغو شپږ سوه اووه نوي کورنيو  وويشل شول چې  خپل کورونه يې په بشپړه توګه له لاسه ورکړي دي .
په هرې کورنۍ  څلور بورى اوړه ، درې  پنځه کيلويي بوشکې  غوړي ، يو ويشت کيلودال نخود ، خيمې ،  شړۍ  دپخلنځي  لوښې  سولر او روغتيايي بستې وويشل شوې.
  دغه راز ده زياته کړه ، په يوسلو دوه نوي نورو کورنيو ته چې کورونه يې  څه ناڅه  زيانمن شوي و دموظف هيئت تر نظر لاندې دولايت دمقام له خوا خوراکي توکي وويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته