سیاست

دمحکمو رييسان رپوټونه وړا ندې کوي

کابلباختر د سرطان ١٨
د سترې محکمې عالي شورا نن دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه او په اجندا کې نيول شوې موضوعګا نې يې وڅيړلې.
د سترې محکمې د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ: د سترې محکمې عالي شورا لومړۍ د روژې د مبارکې مياشتې په مناسبت د افغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رييس ، د جمهوري رياست مرستيالانو ،دملي شورا د دواړو مجلسونو رييسانو ،جګپوړو د ولتي مقاماتو، دملي شورا غړو اود افغانستان ټول پتمن او مسلمان ملت ته  مبارکي وويله اود لوى خداى (ج) له دربار څخه يې هيله وکړه چې ددغې مبارکې مياشتې په برکت امنيت، سوکالۍ او نيکمرغۍ د افغانستان دځوريدلو خلکو او هم سوله او آرا مۍ زموږ په هيواد او په نورو اسلامي هيوادو نوکې تا مين شي.
وروسته د جمهوري رياست له ٤٥ ګڼه فرمان سره سم د روان کال په لومړيو شپږو مياشتوکې د مرکز او ولايتونو د استيناف محکمو له رييسانوڅخه د رپوټ اخيستلو د پروګرام په باب خبرې وشوې او تصويب شوه چې له برا بر شوى جدول سره سم دې دمحکمو له فعاليتو نو څخه د رپوټ اخيستلو بهير دتلي د مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې پيل شي اود استيناف محکمو رييسان دې په دې باب لازم تيارۍ ونيسي.
دغه راز په غونډه کې دًبدخشان ولايت د استيناف محکمې د رياست ترجوړيدو لاندې ودانۍ د کار دکيفيت دڅرنګوالي دڅيړنې اوڅارنې په مقصد دقضا ئيه قوې د ادارې عمومي آمريت ته لارښوونه وشوه چې د دغې ودا نۍ د جوړولو کاردې له ځنډ پرته بندکړي او د اړوندو ادارو د استا زوپه ترکيب دې دڅيړنې او پلټنې په خاطر يو هيئت دغه ولايت ته واستوي او د نتيجې په باب دې دعالي شورا غونډې ته رپوټ وړا ندې کړي.
وروسته د يوشمير رسيدلو استهدا ګانو په باب غور وشو اوعسکري محکمو ته دنظامي منسو بينو له اداري فساد څخه درا منځته شويو جرمونو دقضيو دڅيړنې د واک د ورکولو دغوښتنې په باب د چارو د ادارې اود وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست د استهدايې ،د نظامي اداري فساد د محکومينو د بند د تطبيق دڅرنګوالي دڅيړنې په اړوند د اداري فساد له ا مله درامنځته شويو جرمونو دنظامي استيناف څارنوالۍ د استهدا يې ، په يوه مدني پريکړه کې په تنفيذ کې د ستونزې دشتون په برخه کې د بغلان د استيناف محکمې د رياست د استهدا يې ،غيرذينفع اشخاصو ته د وثيقې د مثنا د اجراکولو دڅرنګوالي په باب دسمنګانو د استيناف محکمې د رياست د استهدايې، د تيروکلونو د دوو شرعي وثيقو دمشبوهيت په باب د کابل ولايت د استيناف محکمې د رياست د استهدايې او د ښځو او ماشومانو د انکشاف او ملاتړ  موسسې د استهدايې په وړا ندې، د نافذو قوانينو په رڼا کې لا زمې لارښوونې وشوې.
سربيره پردې په نننۍ غونډه کې د بياکتنې دوه غوښتن ليکونه او په مدني او جزايي مسئلوکې د محکمې د بدلون ديارلس مورده غوښتن ليکونه چې د دعوا د خاوندانو او د لوى څارنوالۍ د ادارې له خوا طرحه شوي و، هم وڅيړل شول او د هغوى په باب لا زم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته