ټولنه

په پنجشيرکې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي پر مخنيوي ټينګار وشو

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۷ مه
په پنجشير ولايت کې نن ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي په له پرمخنیوي ټينګار وشو.
د باختر آژانس د سيمه ييزخبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت ترسره شوه؛ د پنجشير د والي مرستيال محمد امين صديقي وويل چې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالی د ديني زده کړو له مخې ناروا ده.
ده زياته کړه: زموږ ټولو مسووليت دی چې د دغې کرغيړنې پديدې پر وړاندې ودريږو او هيچا ته اجازه ورنکړو چې د ښځو پر وړاندې په تاوتريخوالي لاس پورې کړي.
په دې غونډه کې د پنجشير د ښځو د چارو رييسې خاطرې شيخاني وويل چې په پنجشيرکې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم دى او د دغه ولايت له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې د پخوا په شان له دغې ادارې سره همکاري ولري .
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته