امنیت

څليرويشت تنه طالبان په غورماچ کې ووژل شول .

کابل باختر دوږي  پنځمه :
٢٤ تنه وسله وال طالبان دميمنې _ غورماچ  په لومړى نمبر  لويه لاره کې ووژل شول .  د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  چې طالبانو تيره شپه په دغه تګلوري کې دافغان پوځيانو په کاروان بريد وکړ چې دامنيتي ځواکونو له هوايي او ځمکنيو بريدونو سره مخامخ شول  او له امله يې  ددغې ډلې دوه ويښت تنه افراد ووژل شول او يوشمير  نور يې ټپيان شول .
   ويل کېږي  چې دملي  اردو کاروان دګواښونو له ساحو څخه د تيريدوپه حال کې و او دوى ته زيات زيان نه دى اوښتى .
خبرځاى زياته کړه چې دوژل شويوطالبانو مړي له جنګي وسايلو سره يې دجګړې په ډګر کې پاتې دي .   ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته