کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
د هنر د ملي ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني پيغام
د هنر ملي ورځ چې کال په کال دتلې دمياشتې په نيمايي کې په هيوادکې نمانځل کيږي؛ د هيواد د هنري ټولنې ټولو غړو او د افغانستان هنر دوستو خلکو ته مبارکي وايم او خوښ يم چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر د ورځې په مناسبت د نمانځنې غونډه جوړه کړې ده .
هنر د انسان د ژوندانه نه جلا کيدونکې برخه ده، له هنر پرته د بشر ژوندمالګه نه لري. هنر د روح د تلطيف او د ژوندانه د خوند د احساس لپاره ضروري دى.
هنرمند په خپل هنر سره د انسانانو ژوندانه ته لطافت او ښکلا وربخښي، هنر له نورو موجوداتو څخه د انسان د تمايز شاخصه او د انسان د ذوق او فکر د خلاقيتونو مظهر دى .
شعر، داستان، فلم، اټن، موسيقي، انځورګري، ښکلي ليکل او د هنر نورې برخې د ښکلا او ظرافت د پيداکولو لپاره د انسان د هڅو څرګندوى دي.
انسانان په خپل ذات کې هنرمندان دي؛ خو د هنر د کارولو ملکه او استعداد بايد په انسان کې وده وکړي. په افغانستان کې هنر اوږده سابقه لري؛ زموږ هيواد له زياتې زمانې راپديخوا د سيمې او نړۍ د سترو تمدنونو ميراث دار دى. خو له بده مرغه په ځينووختونوکې سياسي حالاتو او شرايطو په افغانستان کې د هنر حوزو ته زيات زيانونه اړولي دي. په تيره بيا د تيرو څو لسيزو ناخوالو لکه څنګه چې په هيوادکې اقتصادي او ټولنيزو بنسټونو ته زيان رسولى دى؛ زموږ د ټولنې او هنر او فرهنګ يې هم زيانمن کړ. جګړو او تاوتريخوالي د هنر د ودې زمينې محدودې کړې او هنرمندان يې مهاجر او له کورونو څخه بېځايه کړل .
د دې وخت رسيدلى دى چې د هنر، هنرمند او د هيواد د هنري کارونو ملاتړ وشي؛ دولت به يې اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې د هنري فعاليتونو تګلوري په نامطلوبو سياسي شرايطوکې له ډب سره مخامخ شي .
د هنر د پرمختيا او د هنري پانګو د توليد لپاره د مناسبو زمينو او شرايطو له نشتوالي څخه د هنرمندانو شکايتونه پرځاى بولم؛ خو ډاډ درکوم چې په هر راز شرايطوکې له لاسه وتلي فرصتونه جبيره کوو او د دې هيواد د فرهنګي پانګې په توګه به د هنر او هنرمند ملاتړ وکړو .
زه د هيواد له ټولو هنرمندانوڅخه مننه کوم چې د ژوندانه له سختو شرايطو څخه يې مقابله وکړه؛ خو پرې يې نه ښودل چې دهنر کاروان له لارې څخه پاتې شي او د هنري شتو توليد له ډب سره مخامخ شي .
د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت او له هنري بنسټونو او شبکو څخه غواړم چې خپلې ټولې هلې ځلې د هيواد د هنري ظرفيتونو د پرمختيا په لاره کې وکاروي.
يوځل بيا د هنر د ورځې له امله فرهنګي ټولنې او خپلو هنردوستو خلکو ته مبارکي وايم او د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه د هيواد د زړه سواندو او مهربانو هنرمندانو د زياتو برياليتوبونو هيله کوم .