ټولنه

په ننگرهارکی له بی خایه شويو کورنیو سره نغدی مرستی وشوه

جلال آباد ښار دکب دمیاشتی څوارلسمه باختر
. د ننګرهار د کډوالو چارو رياست په هلو ځلوله اووه شپيته بې ځايه شويو کورنيو سره د نغدي مرستې ترڅنګ د غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه اووه شپيته کورنۍ د دې ولايت له اچين ، کوټ ، چپرهار ، هسکې مېنې او پچيراو اګام ولسواليو څخه راکډه شوي ،چې دا مهال د بهسودو ولسوالۍ په بېلا بېلوسيموکې مېشتې دي.
د کډوالو چارو درئيس غلام حيدر فقيرزي په وينا ، له بې ځايه شويو کورنيو سره د اي . ار . سي ادارې له لوري د نغدي مرستې ترڅنګ د لګښتي مالونو مرسته و شوه.
فقيرزی وايي اي . ار . سي ادارې هرې کورنۍ ته په لګښتي مالونو سربېره اته – اته زره افغانۍ نغدې پيسې او يوه کورنۍ ،چې مشکلات يې تر نورو زيات و يوه خيمه ورکړ شوه.
د کډوالو چارو رئيس وايي : ټولې هغه کورنۍ ،چې له خپلو سيمو رابې ځايه شوي د ګډ ټيم له سروې وروسته که ،چېرې مستحقې وپيژندلې شي مرستې به پرې وويشل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته