امنیت

په بغلان کې په خوراکي توکو بار یوه لارۍ لمنځه لاړه

کابل / باختر/ د زمري ٨مه
طالبانو پرون د بغلان په لاره کې په خوراکي توکو بار یو موټر باندې برید وکړ او هغه یی لمنځه یوړ.
د بغلان پولیسو یوه خبرځای مسوول چې د خپل نوم له اخیستلو یې ډډه وکړه، ویې ویل چې وسله والو طالبانو د بهرنیانو یو ټیلري موټر چې خوراکي توکي پکې بار او د کندز په لور روان و، په مرکزي بغلان پورې اړوند د صنعتي بغلان د پنځم سړک په ساحه کې په توغندي وویشت چې موټر اور واخیست. په پېښه کې چا ته د سر زیان نه دى اوښتى، خو موټر په بشپړ ډول سوځیدلی دی.
خبرځای زیاته کړه چې د پېښې له امله دغه تګلوری دوه ساعته د ترافیکو پرمخ وتړل و.
پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته