امنیت

وسله والوکسانو يوه مور او د هغې ځوانه لور په فارياب کې ووژلې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
ناپيژاندو وسله والو کسانو تېره شپه په فارياب ولايت کې يوه مور له ځوانې لور سره يې ووژله.
د فارياب ولايت د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهري دباختر آژانس خبريال ته وويل: يوه مور له ځوانې لور سره يې د شرين تګاب ولسوالۍ د کوه صياد په کلي کې په خپل کورکې دکلاشينکوف په ډزو سره ووژل شوه .
ګهري زياته کړه: د دغې پيښې اصلي علت تر اوسه پورې نه دى څرګند شوى او د پيښې په اړوند هم څوک نه دى نيول شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته