سیاست

دامريکا پوځي او استخباراتي مامورين دافغانستان دجګړې په باب بيلابيلې نظريې لري .

واشنګتن  باختر د ثور اوولسمه

  سره له دى چې دامريکا جمهور رييس بارک اوباما په پړاويز ډول  له افغانستان څخه ددغه هيواددځواکونو دوتلو غوښتونکي دى  ، دامريکا پوځي او استخباراتي  مقامات په دې باب چې دافغانستان يوولس کلنه جګړه  څه ډول پاى ته ورسوي  بيلابيلې نظريي   لري 

 دغه ټکۍ پرون ددغه هيواد د جمهوريت غوښتونکي ګوند يوه غړي دامريکا په کانګرس کې  څرګند کړ .

 دامريکا دکانګرس داستازو مجلس  داستخباراتو دکميټې رييس مايک راجرز له افغانستان څخه له ستيندو وروسته وويل :دامريکا اردو ددغه هيواددهغو استخباراتي  کارکوونکو په نسبت  چې په افغانستان کې ځاى پرځاى دي .  په افغانستان کې دجګړې  دموضوع په باب خوشبين دي .  راجرز وويل، هغه ډير مهم شي چې افغانستان  ته په سفر کې ورته څرګند شول دادي چې دى فکر کوي په افغانستان کې دامريکا داستخباراتو  او اردو د تفکر دڅرنګوالي  ترمنځ زيات توپير شته .

 ده دامريکا داردو او استخباراتو دمامورينو ويناوته اشاره وکړه چې هغوى افغانستان ته دسفر په بهير کې کتنې کړي او له هغوى سره يې دافغانستان دروانو حالاتو  په باب  خبرې کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته