پلخمري باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه :
په پلخمري ښارکې د بشر د حقوقو مدافعينو ته نن يوه روزنيزه کارګاه جوړه شوه.
دغه کارګاه دبشر دحقوقو د دفاع او دعدالت غوښتنې دلارو چارو د زده کړو په برخوکې د بشر د حقوقو د مدافعينو دظرفيتونو دلوړولو په مقصد دشمال ختيځ زون د بشر دحقوقو له خوا د دريو ورځو لپاره په پلخمري ښارکې جوړ شو.
په شمال ختيځ زون کې د بشر د حقوقو د کميسيون د دفتر خبري مسوول مخدوم برهان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې روزنيزه کارګاه کې د ښځو او نارينه و په ګډون د بشر د حقوقو ٢٥ تنو مدافعينو ګډون کړى دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ