سیاست

جمهور رئیس غني نوي نوماند وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپیژندل

کابل باختر د وري  دريمه
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ۱۶ تنه نوي نوماند وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره  نن ولسي جرګې ته ور وپیژندل.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
په هغه لست کې چې ولسي جرګې ته استول شوی دی همایون رسا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته د نوماند، عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د نوماند،اسدالله ضمیر د کرنې او اوبو لګولو وزارت ته د نوماند،محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته د نوماند، انجنیر محمود بلیغ د فواید عامې وزارت ته د نوماند، عبدالستار مراد د اقتصاد وزارت ته د نوماند، ډاکټر محمد الله بتاش د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ته د نوماند، اسدالله حنیف بلخي د پوهنې وزارت ته د نوماند،سید سعادت منصور نادري د ښار جوړونې چارو وزارت ته د نوماند،ډاکټر عبدالبصیر انور د عدلیې وزارت ته د نوماند، پوهنیار عبدالرزاق وحیدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته دنوماند، مېرمن دلبر نظري د ښځو چارو وزارت ته د نوماندې، پوهندوی مېرمن سلامت عظیمي له نیشه یي توکو سره د مبارزې وزارت ته د نوماندې، ډاکټره فریده مومندد لوړو زده کړو وزارت ته د نوماندې، ډاکټره مېرمن نسرین اوریاخیل د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته د نوماندې او علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ وزارت ته د نوماند په توګه معرفي شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته