ټولنه

په ننګرهار کې د میشتو اهلې هندوانو مذهبي مراسم پرځاى کیږی

جلال آباد ښار د وری دمیاشتی ١٥ باختر
په ننګرهار ولایت کې میشتو اهلي هندوانود ننګرهارله والي سلیم خان کندوزي سره په کتنه کې د دوی دمذهبي مراسمو دپرځاى کولو په موخه بېلابېل موضوعات شریک کړل .
د دغې کتنې په ترڅ کې د هندوانو کلانتر میرسنګ خوږیاڼيوال وویل: په ننګرهار کې د هندوانو شاوخوا سل کورنۍ ژوند کوي،چې هر کال د دوی مذهبي یا د ویساک مراسم پخپل درمسال کې ترسره کوي،چې سږ کال یو ځل بیا هم پلان لري،چې د روانې میاشتې په وروستیو کې دغه مراسم پیل او پای ته ورسوي .
دوی زیاته کړه، د روانې میاشتې په درویشتمه نیټه دوی خپل مراسم په درمسال کې پیلوي او د سره روود ولسوالۍ په سلطانپور چینو کې هم ځانګړي مراسم لري،چې درې ورځې به دوام وکړي او په همدې موخه یې د امنیتي تدبیرونو او یو شمېر نورو برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه.
دننګرهار والي سلیم خان کندوزي ډاډ ورکړ،چې امنیتي مسؤلينو ته به لارښوونه وکړي، چې ددغو مراسمو پر مهال جدي او کلک امنیتي تدبیرونه ونیسي .
هغه په ننګرهار کې له میشتو هندوانو سره په هره برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه .
په دې ناسته کې د هندوانو ترڅنګ یو شمېر نورو چارواکو هم شتون درلود 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته