امنیت

په سمنګانوکې د غلو په بريدکې درې تنه سپرلۍ ووژلې شوې

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٤ :
د سمنګانو ولايت په روي دو آب ولسوالۍ کې درې تنه ووژل شول او يو تن بل ټپي شو.
د سمنګانو ولايت امنيه قوماندان سمونوال محمدباقرمسعوددباخترآژانس  خبريال ته وويل: تيره شپه يو  فلاينکوچ  موټر د روى دو آب له کلي څخه د دغې ولسوالۍ  د جوپ لال کلي ته روان و چې دلارې په اوږدو کې د خمي ننګ په سيمه کې وسله والو غلو غوښتل چې موټر ودروي؛ خو موټر چلوونکي موټر ونه دراوه. په همدي دليل دغلو له خوا په موټر ډزې وشوې چې له امله يې د موټر د څلورو تنو  سپرليو له جملې څخه درې تنه ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو.
له بلې خوا هم د روى دو آب ولسوال عزيزالله دغه پيښه تائيدکړه او ويې ويل چې د دغې پيښې دوه تنه قربانيان د حضرت سلطان ولسوالۍ د بغل شګاف د کلي اوسيدونکي وو چې له خپلو تراکتورونو سره د کرنيزو ځمکو د يوې کولو په مقصد دغې ولسوالۍ ته ورغلي وو.
ولسوال وويل چې د پيښې  په اړوند تر اوسه پورې څوک نه دى نيول شوى .
د پيښې د عاملينو  د نيولو لپاره د پلټنې عمليات پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته