امنیت

يوولس تنه داعشيان په هوايي بريد کې ووژل شول.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٣
د داعش د ډلې يوولس تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو نن په اچين ولسوالۍ کې د دوى په پتنځي دافغانستان دهوايي ځواکونو له خوا بريد وشو.
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يو جګپوړى قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې هوايي بريد کې يوولس تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: داعشيان په اچين ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې دترورستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و چې دافغانستان دهوايي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو.
ويل کيږي په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته