کابلباختردعقرب اوله
دمشورتي لوې جرګې د جوړولو دکميسيون غونډه دهيواددملي او روحاني شخصيت اودمشورتي لوې جرګې د جوړولو دکميسيون درئيس پروفيسرحضرت صبغت اله مجددي په مشرۍ پرون له غرمې مخکې د وزيرانو شورادماڼۍ په تالار کې جوړه شوه .
دچارو دادارې اود وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. دغونډې په پيل کې پروفيسرحضرت صبغت اله مجددي دکميسيون غړو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې دمشورتي لوې جرګې د دارالانشا له رييس مدبر څخه يي وغوښتل په مشورتي لويه جرګه کي د غړيتوب لپاره دکانديدانو د انتخاباتو
لارښود له اجندا سره سم غونډې ته ولولي .
دمشورتي لوې جرګې د دارالانشا رئيس د لارښود دلوستلو په ترڅ کې څرګنده
کړه چې په دې لارښود کې په مشورتي لويه جرګه کې دبرخه والو غړي په اوولسو ګټګوريو ويشل شوي دي چې د افغانستان د خلکو ټول قشرونه پکې شامل دي اودهرې ګټګورۍ په باب يې غونډې ته لازمې څرګندونې وکړې .
دمشورتي لوې جرګې د جوړولو کميسيون د لارښود دمتن له اوريدو او دتکميلي نظريو له وړاندې کولو وروسته په مشورتي لويه جرګه کې دغړيتوب لپاره دکانديدانو دانتخاباتو لارښود د رايو په اتفاق سره تصوويب کړ .
وروسته د مشورتي لوې جرګې ددارالانشا رييس صادق مدبر دمشورتي لوې جرګې دمطبوعاتي پاليسې طرحه غونډې ته ولوستله چې دکميسيون دغړوله خوا ديولړ تکميلي نظريو په واردولو سره تصويب شوه .
دغونډې په پاى کې پريکړه وشوه چې دکميسيون په راتونکي غونډه کې دې دافغانستان ددولت له خوا دمرکچي هيت رييس ډاکتر رنګين دادفرسپنتا د کميسيون غونډې ته را وبلل شي چې دافغانستان داسلامي جمهوريت او دامريکا دمتحده ايالتو ترمنځ دامنيتي تړون دجزئياتو په باب دغونډې غړو ته هراړخيز معلومات وړاندې کړي .
دکميسيون غونډه دپرو فيسر حضرت صبغت اله مجددي له خوا په هيواد کې دسولې اوثبات د تامينولو اود مشورتي لوې جرګې دبريالي جوړولو په باب ددعايې په لوستلو سره پاى ته ورسيده .
0 1 دقیقه لوستل