ورزش

دحکميت کورس پاى ته ورسيد

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٩
په بلخ ولايت کې  دفوټبال دحکميت کورس نن دهغه په برخه والو ته دتصديق ليکونو په ورکولو سره پاى ته ورسيد.
دهيواد دفوټبال فدراسيون  دمطبوعاتو مسوول مرتضي دانش باختر آژانس ته وويل :  دغه کورس چې له څلورو ورځو راپه دې خوا په بلخ ولايت کې پيل  شوي و
  په هغه کې دبلخ ولايت دفوټبال دوه  ديرشو حکمانو برخه لرله چې له څلورو  ورځو عملي او نظري زده کړو  وروسته دحکميت د نويوقوانينو  دبدلولو  پوهاوي  يې ترلاسه کړل .
دغه راز  ددغه کورس په پاى کې درې تنه غوره کسان چې زياتې نمرې يې ترلاسه کړې  دفيفا دحکميت نړيوالو کورس ته چې دراتلونکي مياشتې په نيمايي کې په کابل کې ترسره شي ،  معرفي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته