امنیت

د وسله والو طالبانو دوه تنه قوماندانان په ميدان وردګو ولايت کې ونيول شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥
دوسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان پرون په ميدان وردګو ولايت کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهيرکې ونيول شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو او د ملي امنيت ځواکونو د ميدان وردګو ولايت جلريز ولسوالۍ په مربوطاتوکې ځانګړي چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د وسله والو طالبانو دوه تنه قوماندانان چې په دغه ولايت کې يې د وسلو او مهماتو د بشپړولو او ويش د تروريستي او ورانکارو بريدونو طرحوکې يې فعال رول درلود؛ ونيول شول. له دوى څخه يوه اندازه چاوديدونکي توکي او پوځي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې: د وسايطو ضد اته ويشت ماينونه چې د هيواد په بېلابېلو ساحو کې ځاى پرځاى شوي و؛ دملي اردو د ځواکونو د فعاليتونو په بهيرکې کشف او شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته