امنیت

څلورتنه يرغلګر ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ ٤ :
دکابل د ساحوي زون امنيه قوماندان وايي: يوه ډله يرغلګر چې دکابل ښار د شش درک په ساحه کې يې په يو بهرني دفتر د بريدنيت درلود، ټول وځپل شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې: نن سهار يوه ډله وسله وال کسان چې غوښتل يې د لنډکروزر موټر په سپرلۍ او له جعلي کارت څخه په استفادې سره په شش درک کې يوې حساسې امنيتي ساحې ته ننوځي؛ د امنيتي ځواکونو له خوا وپيژندل شول.  سره له دې چې لومړى موټر وچاوديد، خو يوې ډلې وسله والوکسانو له امنيتي ځواکونوسره جګړه پيل کړه چې په پاى کې يې ټول ووژل شول.
د کابل دساحوي زون امنيه قوماندان  جنرال محمد ايوب سالنګي وايي چې يرغلګر درې يا څلورتنه و چې له يوساعته نښتې وروسته په پاى کې ووژل شول.
له بلې خوا، د ملي دفاع وزارت ويندوى دمطبوعاتي دفتر مسوول وايي چې نن سهار د شپږنيموبجو په شاوخواکې څلورو تنو وسله والوکسانو هلې ځلې وکړې چې په آريانا هوټل کې يوه بهرني دفتر ته ننوځي؛ يو له څلورو تنو تروريستانوڅخه په ځانمرګى بريد لاس پورې کړ او درې تنه نوريې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول. هغه ځاى چې پيښه پکې رامنحته شوه؛ دملي دفاع وزارت ته څېرمه دى.
دملي دفاع وزارت مقامات ټينګارکوي چې په دې پيښه کې ملکي وګړو او امنيتي  ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
د تيرې يوې اوونۍ په بهيرکې دا په کابل ښارکې دويمه پيښه ده .
د تيرې سه شنبې په ورځ د دريمې کارتې د پل سرخ په ساحه کې په واټ کې د ښخ کړاى شوى ماين د چاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته