امنیت

دکندز دچاردرې په عملياتو کې وسله والوطالبانو ته دسرزيان واوښت

-کابل باختر د لړم  نولسمه
په کندز کې دطالبانو دښاري مسوول په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د٨٠٨ سپين زرزون  قوماندان  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دکندز ولايت په چار درې ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو  په ځانګړو عملياتوکې  دطالبانو دښاري مسوول  قاري احمد په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
د ٨٠٨ سپين زر زون  قوماندان  لوى پاسوال  شيرزاد کامه وال  زياته کړه  په دغو عملياتو کې چې تيره شپه  دچار درې ولسوالۍ  بازار ته څيرمه ساحوکې ترسره شول  امنيتي ځواکونو اوملکي وګړوته زيان نه دى اوښتى .
  دده دڅرګندونوله مخې په دغو عملياتو کې دطالبانو يوه اندازه وسله اومهمات هم  دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي  او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته