امنیت

ديوه بهرني کارکوونکي مړى په فارياب کې ترلاسه شو .

کابل باختر د کب  دريمه :
دسي- اچ -اى ددفتر ديوه تښتول شوي کارکوونکي مړى پرون په فارياب ولايت کې ترلاسه شو.
دسي- اچ -اى دانساني مرستو دهمغږۍ ددفتر رييس حيات الله دباختراژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو ددغې ادارې يو کارکوونکى له تښتونې څخه  څو ورځې وروسته په بې رحمانه  ډول شهيد کړى دى .
دده دڅرګندونو له مخې، ١٦ ورځې مخکې ددغې موسسې درې تنه کارکوونکي  له موټرچلوونکي سره يې دوسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو چې ديوه تن مړى دقيصار _ المار په لاره کې دتموير کوپرک په سيمه کې ترلاسه شوى دى .
ده زياه کړه چې دغه سړى  دکابل اوسيدونکى  وواو مړى يې خپلوانو ته يې  سپارل شوى دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددوو تنو کارکوونکو او دهغوى دموټر چلوونکى دبرخليک  په باب تراوسه پورې کم خبر نه دى ترلاسه شوى .
يوه مسوول خبرځاى چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې طالبانو ددغې موسسې ددوو تنو کارکوونکو او دهغوى دموټر چلوونکى دخلاصون په بدل کې دهغو دريو ازبکستاني ښځو دخلاصون غوښتنه کړې ده چې په فارياب  کې دامنيتي ځواکونو له خوا نيولي شوي او دهغوى په بند کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته