ټولنه

په پروان کې درضاکارو ځوانانو فدراسيون پرانستل شو .

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت له خوا پرون په پروان ولايت کې درضاکارو ځوانانو فدراسيون پرانستل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات چې دپروان ولايت ته سفرکړى و ددغه ولايت درضاکارو ځوانانو فدراسيون پرانست .
دپروان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالواحد هاشمي دغه ولايت ته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعين ډاکتر کمال سادات ورتګ ته ښه راغلاست وويل او په پروان ولايت کې دځوانانو دحالت په باب يې خبرې  وکړې او ويې ويل دپروان ولايت ځوانان دهغه ډاډه امنيت په فضا کې چې شته دخپل نظام تر څنګ ولاړ دي او په پروان او نورو ولايتونوکې دامنيتي ځواکونو په ليکو کې ټولنې او خلکو ته دخدمت په لاره کې  ددښمنانو په وړاندې مبارزه کوي .  دپروان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس  دپروان ځوانانو ته د  اسانتياو په باره کې څرګندونې وکړې او ويې ويل چې په پروان کې دپوهنتونونو ، ښوونځيو او دروزنيزو بنسټونو شتون په زرګونو تنه ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي دي  خو ځوانانان دکار دزمينې دنشتوالي له چلنج  سره لاس او ګريوان دي
دپروان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس زياته کړه چې دپروان سيمه ئيزې  ادارې دپروګرامونو په عملي کولو کې داطلاعاتو اوفرهنګ له  رياست سره ملاتړ اوهمکاري کړې ده چې ددغه ملاتړ اوهمکارۍ پربنسټ دځوانانو دملي پاليسي دتطبيق دڅارنې دکميټې غونډې ، دځوانانو دبرابرى او دجندر غونډې په منظم ډول دولايت په مقر کې جوړيږي .
له  بلې خوا دپروان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ددغه رياست دځوانانو  دچارو دمديريت  له لارې دپروان دځوانانو د ظرفيت  جوړولو په برخه کې په سلګونو روزنيزاو دخبر ورکولو پروګرامونه تطبيق کړي دي چې په زرګونو تنو ځوانانو له دغو پروګرامونو څخه ګټه اخستې ده .
داطلاعاتو اوفرهنګ رييس درضاکارو ځوانانو دفدراسيون  جوړول يو اغيزمن ګام وباله اوژمنه يې وکړه چې داساسي او  بنسټيزو کارونو داجرا کولو په برخه کې  هڅه او هاند  کوي .
دپروان داطلاعاتو اوفرهنګ رييس دخپلو خبرو په پاى کې دځوانانو ستونزې او چلنجونه وزګارتيا وبلله  او له اړوندو مقاماتو څخه يې وغوښتل چې ددغه ولايت ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي .
وروسته دپروان والي محمد عاصم عاصم دځوانانو په برخه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستراتيژى او پلانونه په ګوټه کړل او ويې ويل چې دملي وحدت حکومت يو  لړ نوي پلانونه او نوښتونه ترلاس لاندې  نيولي دي چې درضاکارو ځوانانو دفدراسيون  جوړول دټولنې دودې او انکشاف  په لاره کې دځوانانو دسمون او رول لپاره داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو دمعينيت نوى نوښت دى
ده وويل چې ددغه پروګرام عملي کول له شک پرته په ولايتونوکې ديادونې وړ بدلونونه رامنځته کوي او ځوانانو ته به ښه کاري فرصتونه برابر کړي .
دچاريکارو ښاروال خواجه روح الله صديقي  دځوانانو د دريځ او رول په باب  خبرې وکړې او دځوانانو داستعدادونو دودې لپاره دښاروالۍ دپروګرامونو يادونه هم وکړه .
  وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات دځوانانو دودې او ظرفيت جوړولو لپاره دپروان دوالي  او ددغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ، دچاريکارو ښاروالۍ  او دپروان ولايت  دنورو بنسټونو دملاتړ اوهمکارى له امله مننه وکړه او ويې ويل  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت باور لري چې په پروان ولايت کې درضاکارو ځوانانو  فدراسيون به دپروان ولايت دسيمه ئيزې ادارې ، داطلاعاتو اوفرهنګ رياست او دنورو بنسټونو په ملاتړ سره په خپل کار کې بريالى واوسي او عملي پروګرامونه تطبيقوي .
ډاکتر کمال سادات زياته کړه چې درضاکارو فدراسيون په ټولنه کې درضاکارانه فرهنګ درواجوړلو په موخه جوړ شوى دى او موږ غواړوچې زموږ ځوانان  ، پوهنې ، روغتيا طبيعي پيښو او په نورو برخو کې دخپلو خلکو تر څنګ ودريږي اوخپل مسووليت اداکړي او هغه کسان چې يو کال اويا له دې څخه پورته په فعالانه ډول درضاکارو  ترڅنګ ونډه  اخلي دځوانانو دچارودمعينيت له خواتصديق ليکونه ورکول  کيږي چې په ادارو کې دهغوى داستخدام په برخه کې  مرسته کوي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين دغه راز ځوانانو ته دفرهنګي مرکزونو دجوړولو خبر ورکړ او ويې ويل  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ځوانانو ته فرهنګي کور جوړوي  که چيرې ځمکه يې زموږ په واک کې راکړى شي دولايت دمرکز  او اړوندو ولسواليو او آن دکليو په کچه جوړيږي .
  سادات دپروان له ټولو ځوانانو څخه وغوښتل چې خپلې اړتياوې داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دځوانانو دچارو دمديريت  له لارې دځوانانو دچارو له معينيت سره  شريکې کړي .
ددغې غونډې په دوام دافغانستان دمدني ټولنې رييس فردين فدايي او دغه راز دپروان يوه ځوان د ځوانانو دستونزو په باب خبرې وکړې .
دوى وزګارتيا ، نشه يي توکي او دلازمو اسانتياو نشتوالى د ځوانانو اساسي ستونزې وبللې .
دويناو په پاى کې دپروان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست سوغات دپروان دوالي له خوا دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات ته ورکړى شو .
او دغه راز هغه ستاين ليکونه چې دځوانانو دچارو دمعينيت له خوا دپروان يوشمير  ځوانانو ته په پام کې نيول شوي و ، وويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته