سیاست

د قزاقستان سفير له افغانستان سره دخپل هېواد دهمکاريو په دوام ټينګار وکړ.

کابل – باختر د سلواغى دمياشتې ٢٤
دبهرنيو چارو وزارت اداري او دمنابعو معين ډاکتر نصير احمد انديشه نن په کابل کې دقزاقستان جمهوريت له سفير او ميرتاى بيتيموف سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې ډاکتر انديشه د افغانستان دبيارغاونې په بيلابيلو برخو کې دقزاقستان دهمکاريو او افغان محصلانو ته دتحصيلي بورسونو دبرابرولو او زياتولو د دواړو دوستو او ورونو هيوادونو ترمنځ دښو اړيکو ښکارندوى وباله.
دغه راز دواړو لورو د دواړو هيوادونو ترمنځ دسياسى،تجارتي او اقتصادي دپياوړتيا د موضوعګانو ،له طبيعي پيښو سره دمبارزې دسيمه ييز مرکزدموافقه ليک د بشپړولو او په کابل کې دقزاقستان سفارت دودانۍ دجوړولو لپاره په دارالامان په ديپلوماتيکه سيمه کې دځمکې دورکولو په باب خبرى وکړي.
وروسته دقزاقستان سفير ټينګار وکړ چې دغه هيواد دافغانستان داقتصادي پياوړتيا او دبيارغاونې په لاره کې داقتصادي او سياسي سيمه ييزو همکاريو او د نړيوالې ټولنې دهلوځلو ملاتړ کوي او له افغانستان سره په خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته