نړۍ

د حماس فلسطيني ډلې او اسراييلو د دولسو ساعتونو لپاره اوربند وکړ

کابل – باختر دزمري دمياشتې ٤
اسراييلو د اووه ورځنى اوربند له طرحې سره له مخالفت سره سره دمرستې رسولو او دبشر دوستانه اقداماتو دترسره کولو په مقصد دحماس له فلسطيني ډلې سره د دولس ساعته اوربند له اجراکولو سره موافقه کړې ده.
د دواړو لورو له خوا د اوربند دمنلو له رسمي اعلام مخکې يوه امريکايي مامور په قاهره کې خبريالانوته ويلي و چې د اسراييلو صدراعظم د امريکا دبهرنيو چارو وزير ته ويلي دي چې دغه دولس ساعته اوربند به نن عملي شي.
دحماس دفلسطيني ډلې يوه ويندوى ويلي دي چې دفلسطينيانو ترمنځ په انسان دوستانه هدفونو سره ديوه دولس ساعته اوربند پرسر غونډه شوې ده.
اسراييلو هم ويلي دي چې دولس ساعته اوربند يې منلى دى. که څه هم ددغه هيواد ځواکونه به دحماس د ډلې ترځمکې لاندې تونلونو کشف او ړنګولو ته دوام ورکړي.
مخکې له دې دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري ويلي و چې د اووه ورځنى اوربند له طرحې سره داسراييلو دمخالفت په باب درسنيو د رپوټ پرخلاف چې دملګرو ملتو دسازمان او دامريکا له خوا پيشنهاد شوى و ، دى د دواړو لورو ترمنځ ديوه اوږمهال اوربند عملي کيدو ته خوشبين دى .
دحماس ډله وايي چې بې وسلې کولو ته غاړه نږدي او دغزې دکلابندى ماتول دې بايد داوربند يو شرط وي.
په مقابل کې اسراييل هم دحماس د راکټي توان له منځه وړلو او ددغې ډلې داستفادې وړ تونلونو دشبکې د دړې وړې کولو غوښتنه کوي.
داسراييلو او دحماس د ډلې ترمنځ په دونيم اوونيزو نښتو کې دغزې په تړانګه کې دوژل شويو کسانو شمير له ٨٨٠ تنو څخه اوښتى دى او په اسراييلو کې هم ٣٣ تنه پوځيان او درې تنه ملکي وګړي چې يو يې دتايلند تبعه ده؛ وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته