_ آزادۍ راډيو باختر دوري دمياشتې ٨ نيټه :
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاحالدين رباني له روسيې او امريکا څخه وغوښتل چې افغانستان په خپلو کې د سيالۍ ډګر ونه ګرځوي. ښاغلي رباني پرون د تاشکند کنفرانس ته په وينا کې وويل، له دواړو دوستو هېوادونو غواړم چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ګډه همکاري وکړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير دغه راز وويل، افغان دولت په خپل هېواد کې د سولې لپاره د سيمې او نړيوالو د هيلو او همکاريو ستاينه او هرکلی کوي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکـــــونو لوى قوماندان په دې وروستيو کې روسيه تورنه کړې چې د تاجکستان د پولې له لارې له طالبانو سره پوځي مرستې کوي.روسيې بيا د متحده ايالاتو دا ادعا رد کړې ده.
0 1 دقیقه لوستل