کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه :
درې تنه ماين ښخوونکي طالبان په نورستان ولايت کې دخپل ماين دچاودنې په نتيجه کې ووژل شول .
دغو طالبانو نن سهار غوښتل دنورستان ولايت دمرکز پارون ښار په لويه لاره کې ماين ښخ کړي چې يو ماين وچاوديد او دوى يې ووژل .
دملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل طالبانو غوښتل دپارون ښار په لويه لاره کې ماين ښخ کړي چې يو ماين وچاوديد او دوى يې ووژل .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ