-کابل /دوري ١٠مه / باختر :
په ننګرهار کې د يوه کور د چټ د نړيدو له امله يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه پېښه پرون ناوخته د جلال اباد ښار د بګراميو په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د باران د اورښت له امله ديوه کور چټ ونړيد.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياني باختراژانس ته وويل چې په پېښه کې يوتن وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار په مرکزي روغتون کې ډاکټرانو د دغې پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بللى دى.
ختم_ ج _ اکر
0 د یوې دقیقې څخه لږ