کابل باختر د وږي پنځلسمه
دملي اردو ځواکونو د وسايطوضد پنځه ويشت ماينونه کشف اوشنډکړل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: د وسايطو ضد پنځه ويشت ماينونه چې وسله والو مخالفينو دخپلو تروريستي او ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد دقندهار ، زابل او لوګر د ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړي و، دملي اردو دامنيتي دندو په بهير کې کشف او شنډ کړى شول .
ديوبل خبر له مخي، دملي اردو ځواکونو دوه تنه له يوې اندازې مهماتو سره دپکتيا دګردي ځيړى په ولسوالۍ کې ونيول .
ويل کېږي، نيول شويو کسانو اعتراف کړي دي چې ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې او دپکتيا ولايت په نورو سيموکې د ډار اچونې په څو بريدونوکې لاس درلود چې له دوى څخه يو توغندي ويشتونکى او يوه پيکا هم ترلاسه شوى دي .
دغه راز يوکلاشينکوف ، دپيکا درې سوه پنځوس ګولۍ ، يو دوربين، پوځي وسايل او تجهيزات دفارياب ولايت دالمار ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يو پټنځاى څخه دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
0 1 دقیقه لوستل